پښتو شعر

Thursday, March 09, 2006

ګيله- لطف الله مشعل

ماتاته مينه دركړه
زړه مې دركړو
ځان مې در كړو،
د زړه جهان مې در كړو؛

خو تا، خوږه جانانه
زما دمينې په بدل كې
ماته كركه راكړه؛

زما د زړه د شيش محل
شيشې دې ماتې كړې
دوير په كاڼو؛
زما د روح دهېواد
هغه ښايسته پلازمېنه
چې د قاف له غرو به
ښاپيرۍ ورته په سيل راتلې؛
دې دكينې په توغندو
لكه كابل وويشه؛
او زما د زړه د ښار
په هره څلور لار كې دې
دمينې قتلګاه جوړه كړه
مينه دمړه كړه؛ ارمانونه دستى كړل
دكينې په لمبو
زه دې د ژوند هره سيالۍ كې
له سيالۍ پاتې كړم؛
ړنګ دې كړم- وران دې كړمه
افغانستان دې كړمه

پردېسي- لطف الله مشعل

زه د شپې په زړه كې اوسم
د رڼا، ښكلا نه لرې
چې سبا ته ورنږدې شم
نو بيا شپې شي راته سترې

تيندكونه خورم هرګام كې
هره خوا غورځم او پرځم
په يوه خوا چې لږ لاړ شم
بيا راستون شم، بيا راګرځم

تور تمونه را خواره دي
رانه ورك لار او ګدر دى
دمنزل تم ځاى مې نشته
په ماتنګ سمه او غر دى

دغمو له لاسه تنګ يم
له ژوندونه يم بېزاره
تورو شپو يمه تنګ كړى
چېرته لاړلې سهاره
پردېسۍ كې مې ژوندون دى
له خواږه هېواده لرې
شين لوګى رانه جګيږي
وسوم زه په اور دسرې

نه د ژوند په خوږو پوى شوم
نه شوم پوى په راز دمينې
بس هر لور ته مې وحشت دى
او بهيږي هر لور وينې

خدايه! كله به سبا شي
چې پيدا شي مشعلونه
رڼا هره خوا خوره شي
او ژوندون مو شي خوندونه

1369 دغوايي دمياشتې 21 مه نېټه،
هشنغرۍ، پيښور

ميخونه-لطف الله مشعل

په ځيګر وهي ميخونه
په ټټر وهي ميخونه
دا په دې چې ته پښتون يې
ستا په سر وهي ميخونه
په بنديانو، اسيرانو
كله نروهي ميخونه
څه د ظلم انتها ده
په بشر وهي ميخونه
چا عيسى په صليب كړى
پرې ژر، ژر وهي ميخونه
د پردي كپس مرغۍ دي
په وزر وهي ميخونه
ستا د پاكو وينو رنګ به
په مجمر وهي ميخونه
تش حسين، حسين (رض) نعرې كړي
خو شمر وهي ميخونه
مشعل دوى ته بد شګون كې
په خپل ور وهي ميخونه

د 1373 اوړى، شاه شهيد-كابل

Wednesday, March 08, 2006

غزل ، ارمان ليونی

چې ستا د عشق د ګړنګو غرڅنی روغ پاتې دی

خود مې د هيلو په مړوند کې بنګړی روغ پاتې دی


وخته راړنګ کړه پرې نور هم د چا يادونه غرونه

لا خو کوي وړې سلګۍ لېونی روغ پاتې دی


مينه د زړه مې کړه شهېده وخت د عشق ګودر کې

په وينو سور ترې د يادونو منګی روغ پاتې دی



څه د زړه ښار چې و د غم داړه مارانو لوټ کړ

بدرۍبس يو ترينه د څړيکو کورګی روغ پاتې دی


د اننګو په دښت چې څري دا د اوښکو رمې

ګڼه په زړه کې مې دياد دې شپونکی روغ پاتې دی


ځه د ارمان سره (ارمانه) کډه هلته يوسه

چې په کوم کلي کې د مينې سپرلی روغ پاتې دی

غزل -پېر محمد کاروان

په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپه

له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه



آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب

په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه



حيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلې

خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه



رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وه

په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه



د ستورو په چشمو کښې نظر واچوه تر لرې

په شپې پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپه

پېر محمد کاروان

Tuesday, March 07, 2006

ربابي ملنګه راشه

تبرزين په اوږه کيږده
او يو پړک له لمره راوړه
بې پېلوځو ته د ستورو
د سپوږمۍ خبره راوړه
له ترخو مو زړونه ډک دي
بس خوږه سندره راوړه

تری تم يې را پيدا شه
ربابي ملنګه راشه

د غم تورې تورې لړې
راخورې څپې څپې دي
سېلۍ ګرځي په غبار کې
د غاټول پټې تپې دي
سپينې ورځې رانه ورکې
رانه تاوې تورې شپې دي

هله پړک وکړه رڼا شه
ربابي ملنګه راشه

سرې په وينو جنازې مو
په بروځو وې تړلې
د څېړۍ کټ کې مو يوړې
د نښتر څانګو وهلې
مودې کيږي چې نغمې مو
وې کږلې او کږلې

د نغمو مسته دنيا شه
ربابي ملنګه راشه

بيا د مستو سرودونو
د غزل کتاب درواخله
دا غوټۍ د زړونو وا کړه
دا ګلاب ګلاب درواخله
منکرانو ته ټک ورکړه
چندڼي رباب درواخله

د سندرو اژدها شه
ربابي ملنګه راشه

جينکيو مو منلی
درته نذر د لونګو
دا ګېډۍ زلفې يې ګوره
لکه تور لوګی دبنګو
پاچهۍ دې صدقه شي
ستا له سرو سترګو ملنګو

په اتڼ او په ګډا شه
ربابي ملنګه راشه

ډېر بدرنګ وختونه ګرځي
نه چې مونږ درنه بدرنګ کړي
خپل رنګونه رانه اخلي
په پردي رنګ به مو رنګ کړي
غلچکي دي رانه پټ به
د ليلا د بنګړو شرنګ کړي

د غرور ډکه ښکلا کړه
ربابي ملنګه راوړه

وچکالي د نغموغله
باراني ترنم راوړه
د رحمت ساقي درجار شم
ډکه لپه له خم راوړه
راته شونډو کې موسکی شه
په لېمو تبسم راوړه

کټ کټ شين شه په خندا شه
ربابي ملنګه راشه

پولادي موږکان ګرځي
ځځيرلې يې چمبې دي
وژل شوی دډول ږغ دی
دشپنو شپېلۍ کڼې دي
روغ مو زړونه پاتې نه دي
ماتې ګوډې سريندې دي

ددې ټولو مسيحا شه
ربابي ملنګه راشه

رام دنګو دنګو غرونو
دا مغرور مغرور ديوان کړه
د نغمو د ښاپېريو
يو کاروان پکې روان کړه
څڼې څنډ وهه يا هو کړه
په مستۍ څيري ګرېوان کړه

ته مو يار ته مو اشنا شه
ربابي ملنګه راشه

2001-1-16- پېښور
كاروان

چې بيا هم ښځه ېمه

شاعره صفيه صديقي
ېو ځل مې بېا له سره هسته کړه چى
د مور په تېوکې مې شودې رااوخت کېږي
ادې مې ځوانه شي لا دېره ځوان
نرئ د لښتې په شان
چې زه يې بيا هم لومړنى مېنه ېم
دادا مې هغه ځلمى
چې مې په مور مېن شي
ډېر مې ارمان دئ ربه
چې ېو ځل بېا له موره وځېږېږم
مور مې بارداره امېدواره وي په لږ عمر کې
زما په تمه دى شېبې وشمېړى
هم هغه ژوند دې وي
هم هغه ژوند دې وي
ساده او کلېواله ژوندون
او زه دې وځېږېږم
چې زه بېا هم چې بېا هم ښځه ېمه
که څه پوهېږمه چې
که زه نجلى ومه بېا په ما دځې نه وې
او عقېقه به مې نو څوک وواېي
پر ما به بېا هم ممپلې او چارمغز
پر ما به بېا هم سره مئېز پتاسې
دکلو ښځو باندې نه وېشي څوک
زموږ گاونډئ دبادام مور
به بېا د گړو چکئ
او د پټکو هگې
په خپل پلو کې راوړي
دا مخ روني به راته
په اوروني راته ږدي
نېا به مې بېا مبارکي نه اخلي
څکه چه بېا به هم هلک نه ېمه
خوښي به نه لرم له ځانه سره
خو خداېه خو خداېه
خو مگر بېا هم ربه
بېا دي ماشومه شمه
بېادې مکتب او فاکولته ووائم
بېادې ماستره شم ډاکتره دې شم
بېا هم ژوڼدون غواړومه
زه دې دنېا ته بېا راتله غواړمه
په خپل راتلونکې ژوڼد کې
زه بس کمال ته رسېده غواړمه
نو خداېه څه به وشي
نو خداېه څه به وشي
څه به دې کم شي واېه
که ېو ځل بېا هم دې دنېا ته راشم
خو خېر که ښځه هم ېم
ستا عبادت وکړم
د خلکو خدمت
ستا عبادت وکړم
دخلکو خد مت

Monday, March 06, 2006

زه بيا هر غښتلى د هر ملك د ښځې زوى بولم

مور دى زېږولى پهلوان كه قهرمان دى
ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انسان دى
سپينه مې پښتو ده په پښتو مې دا بيان دى
ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انسان دى
دوئ سره جوړه د تكامل لارې وهلې دي
يو ځاى د يوه زوڼي له غېږې راوتلي دي
نوعه بې له دواړو په سل كاله كې له منځه ځي
دغه حقيقت بې له بيانه څه عيان دى

نر او ښځه دواړه د يوه وجود دوه غړي دي
بې د خپلو دندو له كولو څخه مړي دي
هر يو كه ها بل له خپله كاره څخه واچوي
دغسې وجود د ورستېدو پر خوا روان دى

سر كه د چا لوى او پښې نرۍ وچې بې واكه سي
نظم د وجود په تناسته كې تاك له تاكه سي
هر غړى د بل غړي په كارو بار پياوړى وي
ژوند بې د خلقت له توازنه څخه گران دى

سترگې په كله كې دوې اوبلنې مرغټانې دي
زور د گوتې نه لري په تشه ډكه ورانې دي
ستره وظيفه يې په بدن كې منكر نه لري
بې له بينايي څخه جهان يو تور زندان دى

نر دى او كه ښځه يو له بله څه بېلېږي نه
فرق سره لري پر دوو واحدو تقسيميږي نه
يو لا نه پاتيږي كه يې يوسي گرد سره فاني
گډ سره تړلي هست ونيست يې دغه شان دى

هر نيمى انسان په خپل سرشت كې وظيفه لري
ځانته، ځانته خپله پر له پورې شبكه لري
گډ خو بيلا بيلو وظايفو ته ټاكلي دي
خوښ وي كه ناخوښه د خلقت دغه فرمان دى

يو كه وي آزاد دا آزادي د انسان مه بولئ
يو كه يې وي ښاد دا به ښادي د د انسان نه بولئ
دواړه يوځايي په گډ حساب انسان كېدلاى سي
نيم انسان غالب نيمى مغلوب ژوندون يې وران دى

دغه انساني واحد كه هر چيري معيار سي
لاندې باندې چارې له هغه سره عيار سي
وبه وزو په ژوند كې له كږو وږو پېچومو څه
وبه وينو هلته كوزه مځكه پاس آسمان دى

Sunday, March 05, 2006

اوس به ما ما غوښې ډوډدۍ راوړي

غوږ دې نيسه ولسمشره

محترمه . . . . .

زه د برخې خاوندنه يم

چې دربار کې درته کينم

ځان ته هيڅ او تاته ډېرې دوعا وکړم

تحت او بخت دې برقرار شه

دا مې هم له لاسه نه شي

يو څو ټکو ته دې پام وي

يوه ورځ داسې ونه شي

چې خپه درنه ولس وي

مرور درنه عوام وي

ته پخپله هره څه کرې

ته پخپله هره څه ريبې

خوشحالي ده په لوګرو

څوک دې نه شته د خبرو

موږ هم لاس تر زنې ناست يو

وايو اوس به ماما غوښې ډوډۍ راوړي

دا وړې به شړې نه شي

شپې به ام څنګه سره وشي

ما سره هم دغه سوال دی

تا سره هم دغه سوال دی

دغه څوک زموږ په منځ کې

نيغ ولاړ لکه ديوال دی

زه دليرې پرتو سيمو

يو شډل پډل وګړی

ما کې څاڅکی وينه نه شته

رنګ مې ګوره لکه مړی

لاس تر زنې څنګه کينم

څنګه ونه کړم پوښتنه

چې راتلونکی مې څه کيږي؟

ما سره هم د ځان غم دی

زه خبريږم زه پوهيږم

د کابل تحت په تا ګران دی

د رښتياوو ورځ راغلې

اوس دا ګز او دا ميدان دی

د دې ښار د اوسيدونکو

بس يوه نيمه ګيله ده

وږی نس تر ډوډۍ غواړي

ودريدلی پرې روزګار دی

دوه په سلو کې ماړه دي

د دې نورو غم په کار دی

د غريبو چاره څه ده

برخه ليک به يې څه کيږي؟

دلته دوه ډوله ژوند ګورم

موړ له وږي نه خبريږي

يو د غرب په کچه ژوند کړي

د مستۍ نه نيغ منجيږي

بل حيران دی مزدورۍ ته

ورته کار نه پيدا کيږي

څه به اوري څه به ګوري

خو غوږونه پرې کاڼه کړي

ته به کومه خوشحالی کې

دا زموږ پوښتنه وکړې

دلته نه شي د خوارانو له غټانو سره کلي

ما دا خپل ناځوانه خلک ځيني ځيني پيژندلي

زما سر ورسره سپين شو تا لا نه دي پيژندلي

تا ته چا نه دي کتلي، موږ ته چا نه دي خندلي

مشره! له تا سره په چل روان دي

وطنه تا سره په چل روان دي

دلته د سر سړي په دار ختلي

دلته د توري خلک نه پريږدي څوک

دلته تورزنو نه مرۍ پرې کيږي

دلته شملې د شمله ورو په سرو شرميږي

دلته هوښيار ګوره له خپلې هوښيارۍ ډاريږي

دا نشې او تماشې به

دا په وږي نس مستۍ به

دا په نوم ديموکراسۍ به

موږه واغوندو که وخورو؟

پارلمان دې نازولی

د کابل د يخنۍ نه دی

اور اوبه سره يو ځای شوو

خو زموږ سر ته دې خير وي

هره ورځ به په ناندرو وي

هره غونډه کې نښتې

نوې نوې شان غوښتنې

د مړې خيټې خبرې

هر استازی به څه غواړي

د خپل ځان په غم کې ژاړي

باډيګاټ او څو ټوپکې

چې د کور مخ ته يې ولاړي

په تا ويلو په ما ويلو يې خبرې نه خلاصيږي

يو به بل ته غاړه نه ږدي

نوی کار به موږ ته ګوري

څوک به نوی واده غواړي

چې په بلې بلا واوړي

جيب به يې دروند په عريضو وي

هره چاره په ډالرو

هر يو کار يې په پيسو وي

چې دا کړي تاوانونه

په يوه مياشت کې پوره کړي

ورځ په ورځ نوي چلونه

موږ خوارانو باندې زده کړي

يو به من بل به چارک وي

له کينو به يې زړه ډک وي

يو به غوښه بل چاړه وي

اتفاق يې سره نه وي

څوک به موږ نه بډې غواړي

څوک به تا نه کوي شوکې

څوک به وايي کور مې نه شته

په اسمان او هم په ځمکې

د شورا چوکۍ نسکورې

خو وکيل صاحب به ورکې وي

يو به وايي چې دا ستونزې زما حل کړه

دا خپلوان مې مقرر کړه

ولسوال رانه بدل کړه

دوی به ستا غوږونه وخوري

موږ به پوزې ته ترې راشو

دا به وږي ساتې مشره

چې زموږ په حال خبر وي

چې استازي وي سپيڅلي

او کارونه يې لکه لمر وي

نه په ضد د پرمختګ وي

نه يې پريکړې په خپل سر وي

چې يو وخت ترې تپوس وکړې

يو کميس يو يې څادر وي

چې په کړو وعدو ژمن وي

په موږ ګران به هر ممبر وي

چې زموږ غوندي غريب وي

نه يې کور نه يې موټر وي

چې زموږ په حال خبر وي

بيا به تاج زموږ سر وي

بيا به تاج زموږ د سر وي

شفيع الله بابرزی

په زړه مې ولې راورېږې




په زړه مې ولې راورېږې

په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامــــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــــه څــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې" کــــــاروان" خــو نه يې

خلکو ته

خلکو ته

را تېريږي د زندان له ديوالونو
د زمان د قافلې نوی جرس
***
هر آواز د آزادۍ چې رارسيږي
زما په ستونې کې قوي شي يو په لس
***
دون همت په يوه ګوله باندې تسليم شي
مرد به نشي په ګولۍ له ځايه پس
***
بې له تېغه بله لار ورسره نشي
چې نه کور درته پريږدي او نه جوس
ګوره ګوره چې ګرېوان يې خوشي نکړې
څو دې مټې، څو دې لاسوي ،ځودې وس
***
ددې تور زندان قلفونه ريز مرېز کړه
نامردي ده قبلول ددې قفس
***
په مردي او آزادي باندې يې تېر کړه
څه که ژوند دې يوه سېبه وي يا نفس
***
سره يو شئ درواري شم خورو خلکو
د سيلاب مخې ته نه درېږي خس
***
په وطن چې خپل وطن به خلاصومه
خلکو نه لرم په زړه کې بل هوس
***
((سليمان لايق))

Wednesday, March 01, 2006

بنګړيواله

بنګړيواله

بنګړيواله توړۍ بيا پر كلي راغله
بنګړيواله شرنګ پر ولو،
د ښايسته رنګونو څانګه
بنګړيواله زموږ د كلي
د زلميو د (طالعو) د نازكې غوټۍ وږم
بنګړيواله زموږ د كلي
د پېغلوټو داختر دشېبوزيرى .
* * *
بنګړيواله توړۍ راغله
ړنګه بنګه سانيولې
په پستو پستو زګيروو يې
د هر كاڼي تپوس وكړ
خو زمونږ د كلي لارو
دپرديسې بنګړيوالې
تش د خولې سلام وانه خيست
ويې يې : هو! رښتيا زړه شوم
دغو سترګو رب وهلو
خدايزده چيرته
بيا پر كومو نابلدو كوڅو سر كړم ؟
* * *
بنګړيواله توړۍ تم شوه
حك حيرانه پښمانه
بنګړيوالې په لسټوني
د بڼو دوړې جارو كړې
هر ديوال يې ددې كلي
له خواږه نظر تېر كړ
وې يې : نه، كلى همدا دى
دا كوڅې هغه كوڅې دي
خو حيرانه يم چې څنګه
نن مې پل په كې پردي شو ؟
* * *
بنګړيواله ړنګېدله ، بوګنېدله
چې له لرې زموږ د كلي
پخوانۍ ښارو ښكاره شوه
يو اشنا سلام يې وكړ
او دانه يې د انګورو
د بوډۍ په خوله كې وركړه
وې يې : ځه نو بنګړيوالې
ځه ورځه پر مخ دې ښه شه
اوس نو هغه كلى نه دى
اوس هغه بيبيانې نشته
او د ښكلو مړوندونه
ډير كلونه شول چې پرې دي .

۱۱،۱،۱۳۷۲لغمان